پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستاند بلخ د طالبانو والي؛د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته...

د بلخ د طالبانو والي؛د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي یوسف وفا د یو لوړپوړي ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ.

د بلخ ولایت مقام ویلي، چې د دغه سفر هدف د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي امنیت په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

د یادونې ده چې اوزبیکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې تعامل لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here