د بشر حقونو د فعالانو اتحادیې ویلي چې د روسیې له لوري د د طالبانو حکومت رسميت پېژندنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
دغه حقوقي بنسټ باور لري چې روسیې په دې کار سره د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، او هغه ټول نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو او قومي لږکیو د ساتنې لپاره وضع شوي دي.
اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه وغندله او له مسکو څخه یې وغوښتل چې خپله پریکړه له سره وارزوي.
دا بنسټ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو نړیوالو مدافع بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

