د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، وینزویلا د اوږدې ځپنې وروسته داسې سیاسي بدلون ته اړتیا لري چې د خلکو حقونه رعایت کړي او عادلانه ټاکنې تضمین شي.
دغې ادارې ټینګار کړی چې راتلونکی سیاسي نظام باید د وینزویلا د اوسېدونکو لهخوا وټاکل شي، نه د بهرنیو پوځي مداخلې له لارې.
د بشري حقونو څار بنسټ وايي، وینزویلا د داسې ډېموکراټیک نظام مستحق ده چې پکې بنسټیزې ازادۍ خوندي وي او خلک په ازادو ټاکنو کې برخه واخلي.

