د بریتانیا د پارلمان د بشري حقونو ګډې کمېټې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې بهرني حکومتونه په دې هېواد کې د خلکو او ټولنو چوپتیا او د دوی وېرول زیات کړي دي.
یادې کمېټې له حکومت غوښتي چې له ځورول شویو سره مؤثره مرسته وکړي او د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د بهرنیو دولتونو د ناوړه استفادې مخه ونیسي.
راپور کې ټینګار شوی چې بریتانیا باید د بېاساسو قضایي دعوو او انټرپول د ناوړه استفادې پر وړاندې کلک تدابیر ونیسي.

