د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي، چې چمتو دی د جګړې وروسته د سولې ساتلو لپاره بریتانوي سرتېري اوکراین ته واستوي.
استارمر ټینګار کړی چې لا یې د سرتېرو د خطر سره مخ کولو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په اوکراین کې دوامداره سوله د پوتین د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره ضروري ده.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې اوکراین او اروپا به د هر “واقعیت ته نږدې مذاکراتو” برخه وي، ترڅو د مسکو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ټاکل شوې ده چې دا اوونۍ د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې وشي، ترڅو معلومه شي پوتین د سولې په اړه څومره جدي دی.

