د برېټانیا لومړی وزیر کيیر سټارمر وايي، چې د اوکراین د احتمالي اوربند لپاره نظامي پلان د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.
نوموړی ویلي، چې د هېوادونو نظامي چارواکي به د پنجشنبې په ورځ لندن کې راټول شي؛ ترڅو په دې اړه یو قوي پلان جوړ کړي.
نوموړی دا څرګندونې په اوکراین کې پر ۳۰ ورځني اوربند له هوکړې وروسته کوي.
هغه تر دې وړاندې ویلي وو، چې که پوتین په ریښتیا هم اوربند غواړي؛ نو باید دا ډول وحشیانه بریدونه پای ته ورسوي.

