د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي، ویلي چې بریتانیا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي او غواړي دا هېواد یو باثباته او سولهییز راتلونکی وویني.
نوموړي په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې بریتانیا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره به هڅې روانې ساتي.
هغه د نوي ۲۰۲۶ کال په مناسبت د افغانستان خلکو ته د سولې، امنیت، هیلې او ښه راتلونکي هیله کړې ده.

