د بریتانیا د دفاع وزارت اسنادو څرګنده کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړي افسر د ۱۵۸۵ افغانانو د بیا مېشتېدو غوښتنې رد کړې دي.
دا غوښتنې د ۲۰۲۳ کال په اوړي کې ورته سپارل شوې وې، خو نوموړي له ارزونې وروسته ټولې رد کړې دي.
بیبیسي راپور ورکړی چې یادو افغانانو له بریتانوي ځانګړو ځواکونو سره مستندې او مستقیمې اړیکې لرلې.
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، دا پرېکړه ښايي له هغې روانې پلټنې سره تړاو ولري چې د بریتانوي ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جنایتونو د تورونو په اړه روانه ده، هغه وخت چې دوی په افغانستان کې مېشت وو.

