د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د یوه لوېدیځ استخباراتي بنسټ د راپور پر بنسټ لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهای د هېواد پرېښودو لپاره یو بدیل پلان چمتو کړی، که چېرې امنیتي ځواکونه د اعتراضونو په مهار کې پاتې راشي؛ نو دی به له هېواد وتښتي.
د راپور له مخې، که خامنهای وویني چې پوځ او امنیتي ځواکونه د امرونو له پلي کولو ډډه کوي، وېشل کېږي یا له دندو لاس اخلي، نو نوموړی به له تهران څخه د شاوخوا ۲۰ نږدې کسانو په ګډون، چې د کورنۍ غړي او ځانګړي سلاکاران پکې شامل دي، له هېواده ووځي.
سرچینه زیاتوي چې په دې محدوده کړۍ کې د هغه زوی مجتبی خامنهای هم شامل دی، چې د احتمالي ځایناستي په توګه یادېږي.
د ایران او اسرائیل څېړونکي ټایمز ته ویلي، په دې سناریو کې د خامنهای احتمالي منزل مسکو دی، ځکه د هغه په وینا «بل مناسب ځای ورته نشته».
راپور زیاتوي چې دا پلان د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د تېښتې له تګلارې اخیستل شوی، چې نوموړی د مخالفو ځواکونو له دمشق ته د ننوتو مخکې مسکو ته وتښتېد.

