پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستاند بریتانیا دفاع وزیر:هغه افغانان د انتقال حق لري، چې نومونه یې...

د بریتانیا دفاع وزیر:هغه افغانان د انتقال حق لري، چې نومونه یې افشاء شوي

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي وايي، یوازې هغه افغانان د انتقال حق لري، چې نومونه یې افشا شوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې برېتانیایي سرتېرو سره د همکارو افغانانو د شخصي معلوماتو یو پراخ راپور رسنیز شو، چې پکې د زرګونو کسانو نومونه شامل وو.

بریتانیا د دغو معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، له ۴۵۰۰ افغانانو سره د میشتېدو له لارې مرسته وکړه.

خو جان هیلي ویلي، ډېری هغه کسان چې نومونه یې په لیست کې دي، له بریتانوي ځواکونو سره یې کار نه‌دی کړی، او د انتقال ځانګړي شرایط نه لري.

هغه ټینګار کړی چې د معلوماتو افشا کېدل د پناه‌ غوښتنې یا اقامت حق نه برابروي.

بل‌خوا، د بریتانیا پخواني دفاع وزیر بن والاس ویلي، چې هدف یې د افغانانو ژوند ژغورل و او ډېری لیست شوي کسان مستحق وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here