جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهد برمته شویو پوځیانو وروستی حال؛تر اوسه ۱۵۰ پاکستاني پوځیان بلوڅو سره...

د برمته شویو پوځیانو وروستی حال؛تر اوسه ۱۵۰ پاکستاني پوځیان بلوڅو سره برمته دي

لاهم له بلوڅ ازادي غوښتونکو سره ۱۵۰ پاکستاني پوځیان یرغمل پاتې دي.

که څه هم یادې ډلې تېره شپه ۶۰ پوځیان ووژل؛ خو ۱۵۰ تنه ورسره اوس هم برمته دي.

دوی پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید پرمهال ۴۲۶ کسان نیولي وو چې ۲۱۲ ملکي او ۲۱۴ یې د پاکستاني پوځ سرتېري وو.

بلوڅو په لومړي پړاو کې ټول ملکیان ازاد کړي وو.

د یادونې ده چې بلوڅو د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ورکړی وو، چې د دوی بندیان ازاد کړي؛ ګنې برمته شوي به ووژني.

اوس مهال د دغه ضرب الاجل یوازې څو ساعته پاتې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here