د طالبانو حکومت د بدخشان والي محمد ایوب خالد له بيبيسي سره په تازه مرکه کې ویلي چې په بدخشان کې د لاریونونو پر مهال بلوا نه ده شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
نوموړي منلې چې د کوکنارو د کښت پر ضد د عملیاتو پر مهال هوايي ډزې شوي او ممکن تلفات وي؛ خو کره شمېرې یې نه دي وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه چې له مخکې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی و؛ خو بېوزلي او د اصولو نه پېژندنه د قانون ماتولو سبب شوې ده.
خالد ټینګار کړی چې د بدخشان خلک د طالبانو له حکومت خوښ دي.

