د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا دفتر وایي، د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله په ننگرهار او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې یادې پېښې باید په شفاف، خپلواک او بېطرفه ډول وڅېړل شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وشي.
د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د زیان مخنیوی وکړي او د نړیوالو بشري اصولو درناوی وکړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال د ملکي خلکو خوندیتوب باید لومړیتوب وي.

