د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي، اړتیا ده، چې د افغان نجونو ملاتړ وشي.
یاد سازمان ویلي، چې په تېرو درې کالو کې افغان نجونې له سخت بد وضعیت سره مخ وې.
له دغه سازمان څخه په خپاره شوي راپور کې د طالبانو بندیزونه غندل شوي؛ خو د افغان ښځو او نجونو مبارزه ستایل شوې ده.
راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د افغان ښځو حقونه ورکړي.

