امریکا د نشه یي توکو د قاچاق په تور د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو په تړاو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې ۱۵ میلیونه ډالره جایزه ۲۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، بایډن دا جایزه داسې مهال لوړوي چې نیکولاس مادورو په رسمي ډول د درېیم ځل لپاره د خپل هېواد د ولسمشرۍ دوره پیل کړه.
هغه د امریکا او لویدیځو هېوادونو له مخالفتونو سره سره واک ترلاسه کړ.
امریکا بیا ویلي، د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به د مادورو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

