هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د بالیووډ مشهور ستوري سیف علي خان او دده مېرمن کرینه کپور کور باندې د هند په ممبۍ ښار کې غلو برید کړی چې سیف علي خان سخت ټپي شوی دی.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي ډاکټرانو له قوله ویلي چې سیف علي خان د پنجشنبې په سهار درې نیمې بجې روغتون ته وړل شوی او پر بدن یې شپږ ټپونه دي.
بل لورته د ممبۍ پولیس وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او ځواکونه یې په لټه کې دي.
سیف علي خان د هندي بالیووډ یو له مشهورو ستورو څخه دی چې په لسګونو مشهورو فلمونو کې راڅرګند شوی دی.

