د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن له روسیې څخه د ورپېښو احتمالي ګواښونو په اړه غونډه لري.
د یادې غونډې اصلي هدف د روسیې د بېړیو له خوا د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه بلل شوې.
ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکې دي او ویل کېږي، چې د ناټو سرمنشي او یو شمېر نورمشران به هم په کې برخه ولري.
د یادونې ده، چې روسیه له بالتیک سمندرګي څخه د خپلو تېلو کښتیو د انتقال لپاره ګټه اخلي.

