د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسلهوالو طالبانو او قامي جرګې ترمنځ د شخړې د حل لپاره خبرې دوام لري.
تحریک طالبان پاکستان د جرګې په غوښتنه اوربند سبا د غرمې تر دولسو پورې غځولی دی.
وسلهوالو ته د جرګې له لوري د شخړې د پای ته رسولو لپاره مشخصې غوښتنې وړاندې شوې دي.
د جرګې غړو ویلي، چې یا دې ټيټيپي افغانستان ته واوړي او یا دې له پاکستان سره په ښکاره میدان ته راووځي.
د یادونې ده چې نن سهار قامي مشران او منتخب استازي د خبرو لپاره د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي وو.

