د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تجاني ویلي، چې د ایران د روانو اعتراضونو پر مهال د ملکي وګړو پر ضد ځپنه د نړیوالې ټولنې له لوري یو روښانه او قاطع غبرګون ته اړتیا لري.
تجاني په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ به په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د نورو اروپايي شریکانو سره په همغږۍ، د ایران د «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» د ترهګرو سازمانونو په رسمي لېست کې د شاملولو وړاندیز وړاندې کړي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې هغه تاوتریخوالی چې د ایران رژیم د خپلو خلکو پر ضد کارولی، نور د زغملو نه دی او باید د مستقیمو سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ شي.
د هغه په وینا، سربېره پر دې به د هغو چارواکو پر ضد هم هدفمند بندیزونه ولګول شي چې د اعتراض کوونکو د ځپلو او د ملکي وګړو د وژلو مسؤل دي.

