د ايران مذهبي مشر، علي خامنهاي، د اسرائيل پر وړاندې د روانې جګړې له پیله په خپل درېيم ویډیويي پيغام کې ویلې، که امریکا پوځي مداخله نه وای کړې د اسرائیل حالت به تردې ډیر خراب وای.
خامنهای ویلي، زموږ پرلپسې ځوابي بریدونو امریکا وویروله، او مداخله یې وکړه ترڅو اسرائیل د ایران له توغندیز بریدونو څخه خلاص کړي.
نوموړي وويل: «سره له دومره شور او ادعا، اسرائيل د ایران د اسلامي جمهوريت تر بریدونو لاندې وپرځېد او مات شو.»
په ورته وخت کې، هغه د ټولنیزې شبکې “ایکس” له لارې د «اسرائيل پر وړاندې د بريا» پیغام هم خپور کړی او خپلو پلویان ته یې د دې بریا له امله مبارکي ورکړه.

