پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهد ایران مذهبي مشر:حماس اسراییل ته په ماتې ورکولو سره امریکا ته...

د ایران مذهبي مشر:حماس اسراییل ته په ماتې ورکولو سره امریکا ته هم ماتې ورکړې

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي وایي، چې حماس اسرائیل ته په ماتې ورکولو سره په حقیقت کې امریکا ته ماتې ورکړې.

علي خامنه‌اي دا څرګندونې د حماس د مشرتابه شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

خامنه‌یي ویلي، چې د حماس مقاومت او د غزې د خلکو زغمل شوې کړاوونه د ټولو مقاومت کوونکو لپاره یوه نمونه ګرځېدلې ده.

ایراني رسنیو ویلي، چې په دې لیدنه کې د حماس د مشرتابه شورا رییس محمد اسماعیل درویش، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل لحیه، او د لویدیځې غاړې د حماس مشر زاهر جبارین هم حضور درلود.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here