د ایران د سمندري ځواکونو چارواکو راپور ورکړی چې تېره شپه یې په خلیج فارس کې د سونتوکو قاچاق دوه بېړۍ نیولې دي.
د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د پلټنو پر مهال له یو میلیون لیټره زیات قاچاقي تېل ترلاسه شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې دغه بېړۍ د ایران په کورنیو اوبو کې ودرول شوې او پر قاچاقچیانو قانوني اقدامات پیل شوي دي.
تر اوسه لا د بېړیو د عملې نومونه او د تېلو د قاچاق وروستي منزلونه نه دي څرګند شوي.

