د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمدرضا عارف ویلي، چې د افغان مهاجرو ایستنه د هېواد ملي امنیت ته اړینه ده.
هغه د پراخو نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې “د بیگانه لاس” باید د افغانستان او ایران ترمنځ د تفرقې لامل نه شي.
عارف ویلي، په ایران کې د میلیونونه افغان مهاجرو حضور دروند اقتصادي بار جوړ کړی او غیرقانوني تګ راتګ جرم دی.
هغه زیاتوي، ځیني ناقانونه مهاجر جرمونه کوي، چې ملي امنیت ته ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري د افغان مهاجرو پراخ اخراج له سختو نیوکو سره مخ دی، او هره ورځ لسګونه زره کډوال په جبري ډول افغانستان ته شړل کېږي.

