د ایران د وسله والو ځواکونو مشر محمد باقري وايي، چې علي خامنهيي له ټرمپ سره پر غیر مستقیمو خبرو اترو هوکړه کړې.
هغه په اشاروي ډول ویلي، چې دوی مستقیمې خبرې هم نه دي رد کړې.
نوموړی وايي، د خامنهيي دا اقدام ښيي، چې مونږ د جګړې پلوي نه یوو؛ خو هر برید ته به قوي ځواب ووایو.

