چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهد ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز:یوازې غچ نه اخلو، بلکې د...

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز:یوازې غچ نه اخلو، بلکې د مخکښو بریدونو تګلاره به هم عملي کوو

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي، اعلان کړی چې د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې او د امریکا او اسراییلو د پرله‌پسې خصمانه اقداماتو له امله، د هېواد پوځي تګلاره کې بنسټیز بدلون راغلی دی.

نوموړي ویلي، له دې وروسته به د ایران د وسله‌والو ځواکونو پوځي تګلاره یوازې دفاعي نه وي، بلکې د مخکښ برید پر بنسټ به چټک، قاطع او پراخ عملیات د هېواد د امنیت د تضمین لپاره ترسره کېږي.

د هغه په وینا، نوې تګلاره د دې لپاره طرحه شوې چې هر ډول احتمالي ګواښ ته سمدستي، سخت او اغېزمن ځواب ورکړل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here