د ایران د سترې محکمې رییس غلام حسین محسني ویلي چې په هېواد کې د ناامنیو او ګډوډۍ خپروونکو سره به هېڅ نرم چلند ونه شي.
هغه ټینګار کړی چې د قانون مطابق به د شرپسندانو او د هغوی ملاتړو پر وړاندې سخت اقدام وشي.
نوموړي ویلي چې د ایران په نظر کې د احتجاج کوونکو عادي خلکو او خرابکارو ترمنځ واضح توپیر شته، او هغه عناصر چې د خلکو او ملي امنیت لپاره خطر جوړوي، قانوني اقدام به پرې وشي.
په ایران کې د کرنسۍ د قدر کمېدو او د نرخونو د لوړېدو پر ضد له تېرو ۹ ورځو راهیسې احتجاجونه روان دي.
د راپورونو له مخې په دې مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

