د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویاند د امریکا د سمندري محاصرې په غبرګون کې سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خلیج فارس او د عمان سمندر امنیت «یا د ټولو لپاره دی او یا د هېچا لپاره نه دی.»
نوموړي ټینګار کړی چې که د ایران بندرونه وګواښل شي، نو په سیمه کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.
هغه همداراز اعلان کړی چې تهران به د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو دایمي سیستم رامنځته کړي.

