د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هېواد پر ځینو برخو د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل له لوري پوځي بریدونه شوي دي.
په اعلامیه کې یاد بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل بلل شوی او دغه وزارت دا پېښه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سرغړونه ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران د خپل هېواد د دفاع حق لري او اړوند بنسټونه به د اړتیا په صورت کې لازم اقدامات ترسره کړي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی چې دا ډول اقدامات د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي.

دغه وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وضعیت په اړه بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.
د اعلامیې پای کې ویل شوي چې ایران به د خپل ملي امنیت او ګټو د خوندي کولو لپاره قانوني لارو چارو کارولو ته دوام ورکړي.

