پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهد ایران د بهرنیو چارو وزارت:د ناټو د سرمنشي خبرې شرمونکې او...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د ناټو د سرمنشي خبرې شرمونکې او د جنایت څخه د دوام په معنا دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د ناټو د سرمنشي “مارک روته” څرګندونې په کلکه رد کړې چې د ایران په هستوي تاسیساتو برید یې حیاتي اقدام بللی وو.

بقایي وویل دا دریځ “شرموونکی، کرکجن او غیرمسؤلانه” دی.

بقايي وویل: “څوک چې له ظلم او بې‌عدالتۍ ملاتړ کوي، د اخلاقو او شرافت نه خالي دی، او که څوک له جنایت سره ولاړ وي، د جرم شریک ګڼل کېږي.”

یاده دې وي چې د ناټو سرمنشي مارک روته، د امریکا لخوا د ایران د اټومې تاسیساتو له منځه وړل یو حیاتي ګام ګڼلی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here