که څه هم د ایران ملي سرود ته د نه درېدو په تړاو د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال د ایران له خلکو بخښنه وغوښته؛ خو د ایران فارس خبري آژانس وایي، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ملي سرود ته د طالب چارواکي د بې احترامۍ په پار د طالبانو سرپرست سفیر یاد وزارت ته احضار کړی دی.
دغه طالب چارواکي د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران ملي سرود پر مهال پر خپل ځای ناست و.
یاد طالب چارواکي په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، چې ایران یې ورور، ګاونډی او کلتوري شریک دی؛ خو په دوی (طالبانو) کې دا کلتور دی، چې دا ډول ترانو ته نه درېږي.

