د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیبزاده ویلي چې د تهران د خبرو اترو مجمع کې د افغانستان موضوع ډېره مهمه ده.
هغه ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون د دې خبرو اهمیت زیات کړی دی.
د تهران د خبرو اترو مجمع د سیمې له ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاویو سره د ثور له ۲۷مې راهیسې پیل شوې او تر ۲۹ مې به دوام ولري.
په دې غونډه کې به شاوخوا ۴۰ غونډې ترسره شي.
امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې د کډوالو د وضعیت او د اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړې دي.
دغه مجمع د ایران تر ټولو مهم نړیواله ډیپلوماټیکه غونډه ګڼل کېږي چې د څلورو لسیزو راهیسې په دوامداره توګه ترسره کېږي.

