د اسراییلو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د وروستیو اعتراضونو په تړاو به د دې هېواد سیاسي ـ امنیتي کابینه د سېشنبې په ورځ غونډه وکړي.
د اسراییلو چینل ۱۲ هم ویلي چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د یکشنبې په ماښام له جګپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې اترې ولري.
یادې شبکې زیاته کړې چې دا خبرې اترې له مخکې پلان شوې وې او ټولې امنیتي برخې به پکې شاملې وي، خو اټکل کېږي چې په ایران کې روان وضعیت به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي.

