دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاند ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو؛د افغانستان پر حالاتو خبرې...

د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو؛د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسلو د ۲۲م نړیوالې غونډې په څنډه کې د ناروې له بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایده سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د دواړو لوریو د بحث له اصلي موضوعاتو څخه و.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو وزیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمې ته د پام وړ بدلونونو او نړیوالو مسایلو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د افغانستان په تړاو د دوی د خبرو د دقیقو جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here