د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې تماس کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.
عراقچي د اټومي موضوع په تړاو د ایران دریځ روښانه کړ او ټینګار یې وکړ چې تهران د عادلانه او متوازن توافق د ترلاسه کولو لپاره جدي اراده لري.
هغه ویلي، هر ډول هوکړه باید د ایران حقوق او ملي ګټې خوندي کړي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون له چوکاټ سره سمون ولري.
نوموړي همدارنګه په نړیوالو ډګرونو کې د روسیې له رغنده دریځ مننه کړې او خپل روسي سیال یې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د وروستیو بدلونونو په اړه خبر کړ.
په دې ټلیفوني خبرو کې د تهران او مسکو ترمنځ پر یو شمېر دوهاړخیزو موضوعاتو هم بحث وشو.

