د امریکا له ټاکلي ضربالاجل سره هممهاله، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو نوی چوکاټ وړاندې شوی؛ خو تهران د هرمز تنگي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه نه ده منلې.
د راپورونو له مخې، دا وړاندیز چې د پاکستان په منځګړیتوب جوړ شوی، په کې سمدستي اوربند او له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې د خبرو اترو پړاو شامل دی، څو د اوږدمهاله حل لپاره زمینه برابره شي.
خو ایراني چارواکو ویلي چې دوی له ضربالاجلونو سره موافق نه دي او باور لري چې واشنګټن لا هم د یوه دوامدار او واقعي سولې لپاره چمتووالی نه لري.
بل لور ته، رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ۴۵ ورځني اوربند په اړه خبرې لا هم روانې دي او هڅې دوام لري چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

