ایراني امنیتي چارواکي وايي، د تهران په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۳ غړي نیول شوي دي.
د فراجا د ترهګرۍ ضد څانګې ویاند سردار سېد منتظر المهدي ویلي، نیول شویو کسانو غوښتل چې په یو لړ وروستیو مراسمو کې بمي او وسلهوال بریدونه ترسره کړي.
د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې ځانمرګي، وسلهوال او نور تخریبي افراد شامل دي، چې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

