د اکپس څېړنیز سازمان وايي، د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د اړیکو له ټینګښت سره سره، یو شمېر اختلافات هم وجود لري.
ازبیکستان کې د افغانستان د پوځي چورلکو غوښتنه، افغانستان کې “د ازبېکستان د اسلامي حرکت” د ډلې د شتون ادعا او پر امو سیند د قوشتیپې کانال جوړېدل د یاد اختلاف اساسي ټکي بلل شوي.
راپور کې راغلي، چې ازبېکستان له لویدیځ سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره د نجونو او ښځو د کار او زدهکړو په اړه هم اختلاف لري.
د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

