روسیه وایي ، ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له وړاندیز سره موافقه وکړه چې د اوکراین پر زیربناوو او د انرژۍ پر تاسیساتو به د راتلونکې یوې میاشتې لپاره بریدونه نه کوي.
څو شیبې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې، دواړه هیوادونه پلان لري چې د منځني ختیځ په یوه هیواد کې سمدستي د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي.
کرملین ټینګار کړی چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې او د یوې تلپاتې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یې د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې یو اساسي شرط ګڼلی دی.
د ټرمپ او پوتین تر منځ له دوه ساعته خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په اوکراین کې د سولې او اوربند پر اړتیا خبرې وکړې.

