د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د شیخ هبتالله په امر نیول شوی و، پرون له زندان څخه خوشې شوی او خپل کور ته تللی دی.
سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ځینو وزیرانو ورسره لیدلي وو او ویلي یې و چې د ده د بند پرېکړه د شیخ هبتالله امر دی او د خوشې کولو واک نه لري.
نوموړی د بښنې غوښتلو ته هم هڅول شوی و، خو هغه نه ده منلې.
فاروق اعظم تر دې مخکې په لیک کې خپل زوی ته ویلي و، چې د ښځو زده کړو، عصري تعلیم او د طالبانو د “امر بالمعروف” د کمزوریو د څرګندولو له امله بندی شوی دی.
نوموړي د کونړ د زلزلې پر مهال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی و او د ښځو د زده کړو اهمیت یې په ډاګه کړی و.

