د امریکا کانګرس یو غړي تیم بورچت، تاجکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ظاهر اغبر امریکا ته دعوت کړی.
بورچت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اغبر ته یې د صالح په څېر بلنه ورکړې.
نوموړي لیکلي، چې سفیر اغبر په زړورتیا سره، د کابل له حکومت منلو ډډه وکړه او په واقعي معنی یې د افغانستان د خلکو استازولي وکړه.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د بورچت لخوا امرالله صالح ته په بلنلیک کې د ولسمشر خطاب شوی وو.

