د امریکا کانګرس د ۲۰۱۹ کال «سزار قانون» په لغوه کولو سره د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې ټول لګول شوي تحریمونه پای ته ورسول.
دا پرېکړه د امریکا د استازو جرګې وروسته د سنا مجلس له لورې د رایو په اکثریت تائید شوه او تمه ده ولسمشر ټرمپ یې هم لاسلیک کړي.
امریکايي چارواکي وایي، د تحریمونو دایمي لغوه کېدل به جګړهځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته راګرځېدو لاره هواره کړي او د هېواد د اقتصادي بیا رغونې بهیر به چټک کړي.
د سوریې موقت حکومت دا اقدام د پانګوالو د حقوقي اندېښنو د ختمولو لپاره مهم بللی.

