د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د قرعهکشۍ په مراسمو کې د فیفا د سولې جایزه ترلاسه کړه.
د فیفا مشر جیاني انفانتینو وویل، ټرمپ د منځني ختیځ او بېلابېلو سیمو کې د سولې لپاره مهم رول لوبولی او همدې هڅو هغه د دغې جایزې مستحق کړ.
ټرمپ د جایزې تر ترلاسه کولو وروسته وویل، د میلیونونو انسانانو ژغورل د ده لپاره تر ټولو لوی ویاړ دی.

