د امریکا لویې څارنوالۍ پم باندي، اعلان کړی چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې د امریکا په قضایي سیستم کې تعقیب شوي دي.
مادورو د «د مخدره موادو د تروریستي فعالیتونو، کوکائین قاچاق، د اتوماتیک وسلو او چاودیدونکو توکو ساتلو» په تور محکمې ته وړاندې کېږي.
پم باندي د امریکا د پوځ د هغو ځواکونو ستاینه کړې چې د دواړو بینالمللي قاچاقچیانو د نیولو عملیات په بریالي توګه ترسره کړل.
د نیکولاس مادورو د میرمنې د جرمونو په تړاو جزییات لا روښانه نه دي.

