د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (افبیآی) ویلي، چې پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، او د ایران د استخباراتو دوه لوړپوړي چارواکي د دوی تر څار لاندې دي.
امریکايي چارواکي وایي، دا درې کسان د افبیآی د پخواني کارکوونکي رابرت لوینسون په تريتم کېدو کې لاس لري.
لوینسون په ۲۰۰۷ کال کې د ایران کیش ټاپو ته له سفر وروسته ورک شو.
افبیآی وايي، دې کسانو هڅه کوله چې د لوینسون د ورکیدو پړه په پاکستان کې یو ترهګریزې ډلې واچوي، او د ایران رول پټ کړي.
د امریکا حکومت د لوینسون د موندلو، راستنولو یا د هغه د برخلیک مالومولو لپاره تر ۲۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

