د امریکا د عدلیې وزارت وایي یو ۱۹ کلن افغان ځوان چې عبدالله حاجي زاده نومېږي د امریکا قانوني دایمي اقامت یې درلود، د وسلهوالو فعالیتونو په تړاو د ۱۵ کلونو په زندان محکوم شوی دی.
چارواکي وايي نوموړي هڅه کوله چې وسله او مهمات ترلاسه کړي، او پوهېده چې دا مهمات به د داعش ډلې د یوه احتمالي برید لپاره د امریکا د ټاکنو پر ورځ وکارول شي.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، حاجيزاده او د هغه ۲۸ کلن افغان ملګری، ناصر احمد توحیدي، دوه کلاشینکوفونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي وو.
دواړه په اکتوبر ۲۰۲۴ کې د استخباراتي څارنې وروسته نیول شوي وو.
وزارت زیاته کړې چې عبدالله حاجيزاده د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه په محکمه کې په خپلو تورونو اعتراف کړی.

