د امریکا د سنا جرګې غړو هغه طرحه رد کړه چې غوښتل یې د ډونالډ ټرمپ حکومت دې د کانګرس له اجازې پرته پر ایران بریدونه ودروي.
په سنا کې د ۱۰۰ غړو له ډلې دا طرحه د ۵۲ مخالفو او ۴۷ موافقو رایو په اکثریت رد شوه.
د سنا ډېری سناتورانو د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو ملاتړ وکړ.
دغه طرحه د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ځینو سناتورانو له لوري وړاندې شوې وه.
په دې طرحه کې غوښتنه شوې وه چې پر ایران روان هوايي بریدونه دې ودرول شي او که هر ډول پوځي اقدام کېږي، نو باید د کانګرس رسمي اجازه ترلاسه شي.
خو د سنا اکثریت غړو د دې طرحې مخالفت وکړ او له همدې امله طرحه تصویب نه شوه.
اوس مهال په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند اکثریت دی چې ۵۳ څوکۍ لري.
د ډیموکرات ګوند ۴۵ څوکۍ لري او دوه خپلواک سناتوران هم شته چې زیاتره وخت د ډیموکراتانو ملاتړ کوي.

