د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) اعلان کړی چې شپږ افغان اتباع یې د جنایي سابقې له امله نیولي دي.
یاد کسان د بایډن د ادارې پر مهال د ځانګړو بشري او کډوالۍ پروګرامونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي وو.
د DHS له لوري خپرو شویو نومونو له مخې قسمتالدین ظفران، منصور وليزاده، محمد طیب رسولی، جاوید غمګین، اسیرالله خالد او سید محمد تڼی دي.
وزارت د دوی د قومي هویت په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې ټول یاد کسان د افغانستان اتباع دي.
د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د کډوالو او بشري پروګرامونو ارزونه روانه ده، څو د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي او د ټولنې خوندیتوب خوندي پاتې شي.

