شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند امریکا د کانګرس یو شمېر غړو؛د افغان همکارانو د ژغورنې لپاره...

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو؛د افغان همکارانو د ژغورنې لپاره د ۲۰ زره ځانګړو ویزو غوښتنه کړې

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې نه په یوه رسمي لیک کې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۶ کال بودیجه کې دې له امریکا سره د افغانان همکارانو لپاره ۲۰ زره اضافي ځانګړې ویزې تصویب کړي.

په لیک کې ټینګار شوی چې دا افغانان د طالبانو له‌خوا د جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې.

د افغان متحدینو د ملاتړ قانون له مخې، دا برنامه په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوې وه.

تر دې وړاندې، یو شمېر نور امریکایي چارواکو هم له حکومت غوښتي وو چې له افغان همکارانو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here