د امریکا د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په بشپړ ډول د دغې ادارې د تړلو د مخنیوي لپاره به خپل نږدې نیمايي کارکوونکي له دندو لرې کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاره د دغه وزارت د یو شمېر برخو د لغوه کولو وروستۍ مرحلې په توګه ترسره کوي.
د یاد وزارت وزیرې ویلي، چې په دې لړ کې به ۲ زره او ۱۸۳ کار کوونکي له دندو لرې کړي.
د یادونې ده، چې ټرمپ وايي، دا کار د ګټور مدیریت او رهبري په موخه ترسره کوي.

