د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس ویلي چې د امریکا حکومت د دې هېواد د وګړو مالیات د بې ارزښته پروژو په لګولو کې مصرف کړي، چې په کې افغانستان او نور هېوادونه شامل دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه د دې ډول لګښتونو په اړه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده: «ولې باید د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې په افغانستان کې د عصري هنرونو پروژو ته ورکړل شي؟ دا هماغه څه وه چې تر دې وروستیو پورې د خلکو له مالیاتو څخه تمویلېده.»
د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ سلاکار ایلان ماسک هم د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، چې د ټرمپ ترڅنګ یې کړې، ویلي چې امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې دي.

